م. م: ژمي کې به له ۱۹ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي

ارشیف، یو شمېر افغان ماشومان چې له لوږې او شدیدې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکي ژمي کې له څه باندې ۱۹ میلیونو زیات افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی چې تر راروان ۲۰۲۷ کاله به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې څلورو میلیونو ته ورسېږي.

بل پلو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو دوو نورو ادارو پرون په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روان بشري ناورین لاهم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی.

د افغانستان دننه ګڼ خلک کافي خوړو ته د نه‌لاسرسي له کبله شکایت کوي.

ملګرو ملتونو د ژمي له رارسېدو مخکې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.