په ریاض کې د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو ناسته وځنډول شوه

ریاض ښار

د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو هغه ناسته چې تمه وه په سعودي عربستان کې جوړه شي، د امنیتي اندېښو له کبله وځنډول شوه.

اروپايي شورا پرون پنجشنبه وویل چې تمه وه دغه اقتصادي سرمشریزه د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او عمان د استازو په ګډون جوړه شي، خو د امنیتي دلایلو له کبله ځنډول شوې او د جوړېدو نوې نېټه به‌‎يې وروسته اعلان شي.

دا پرېکړه وروسته له هغې ده چې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د بریدونو سربېره د ریاض پر هوايي ډګر بریدونه وکړل.

د ایران له ملاتړه برخه‌من حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.