د خبریالانو د ساتنې کمیټه (CPJ) وايي په افغانستان کې د بي بي سي د ایف ایم خپرونو ځنډول، مستقلو معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.
په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې کمیټې استازي ولي الله رحماني ددغې پریکړې د لغوه کیدلو او په خپلواکو رسنیو د محدودیت دلیرې کیدو غوښتنه کړې.
د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د بی بی سي د اف ام خپرونو ځنډول تایید کړل او لامل یې "پرله پسې سرغړونې" وبللې.
بي بي سي ویلي چې د ستونزې د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي.
بي بي سي په برتانیه کې یو رسنیز سازمان دی چې د خبرونو ترڅنګ ، مستندې ، تعلیمي او تفریحي خپرونې هم لري او خپل مطالب د راډیو ، ټلویزیون او ډیجیټال پلتفورمونو له لارې د پښتو او دري په شمول په بیلابیلو ژبو خپروي.