د اروپايي اتحادیې استازي کابل کې چارواکو سره د بشري حقوقو د وضعیت په اړه خبرې کړي

بروکسل کې د اروپايي کومیسیون د دفتر مخې ته د اروپايي اتحادیې د بیرغ انځور

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن طالب چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ویلې دي چې همدا مسله ددواړو خواوو ترمینځ د اړیکو د عادي کیدلو په وړاندې لوی خنډ دی.

فریلیسن چې په دې دنده له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره کابل ته تللی و، له طالب چارواکو، هلته میشتو ډيپلوماتانو او فعالانو سره د لیدو کتو لړۍ پای ته رسولې ده.

د اروپايي ټولنې اعلامیه چې نن پنجشنبه خپره شوې وايی چې توماس فریلیسن د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره یوه غونډه کې د محدودیتونو د اغیز او پر وړاندې یې د ښځو د مقاومت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي دي.

ویل شوي چې نوموړمي پر بشري مسلو سربیره د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې کړي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو ورسته په تیرو ۵ کلونو کې ترشپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز او ددوی په تګ راتګ او کار هم محدودیتونه لګولي دي.