سي‌اېن‌اېن: امریکا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره د «بمونو مور» کارول ارزوي

د بمونو د مور په نامه بم یو انځور

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر ایران د بریدونو د بیا پیل په صورت کې ښايي د امریکا پوځ د دغه هېواد د انرژۍ پر زېربناوو او اټومي تاسیساتو د «ټولو بمونو د مور» په نوم له مشهور بم څخه کار واخلي.

د دغه راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه خپور شوی، د دې بم کارول پرایران د محتملو بریدونو لپاره د امریکا په پوځي پلان کې له مطرح شویو انتخابونو څخه یو دی.

خو د بریدونو د بیا پیل وروستۍ پرېکړه باید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر وشي.

د GBU-43/B په نامه بم، چې د «ټولو بمونو د مور» په نوم پیژندل کیږي، د امریکا د پوځ له تر ټولو لویو غیر اټومي بمونو څخه دی او د چاودنې خورا لوړ ځواک لري.

سي‌اېن‌اېن لیکلي، چې د دغه بم کارول ښايي په جګړې کې د پام وړ پراخېدو لامل شي.

خو د پوځي پلان جوړونې څخه باخبره چارواکو دې شبکې ته ویلي، چې د واشنګټن د ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه لا هم ځینې شکونه شته.

رویټرز خبري اژانس، چې د سي‌اېن‌اېن راپور یې خپور کړی، ټینګار کړی، چې نه دی توانېدلی دغه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.

د امریکا پوځ د بمونو د مور په نامه دغه بم په ۲۰۱۷ کال د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په مورچو باندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کارولی دی.