د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، په راتلونکو ورځو کې او د اسرائیل د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې پر ایران د اسرائیل یا امریکا احتمالي برید په اوسنیو شرایطو کې د اسرائیل په ګټه نهدی.
نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د اسرائیل د پوځ له راډیو سره په مرکه کې، پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو د احتمال په اړه وویل: “زما په اند، دا کار په اوسنیو شرایطو کې زموږ لپاره مناسب نه دی.”
هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د امریکا اکسیوس وېبپاڼې راپور ورکړ چې نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دواړو هېوادونو تر انتخاباتو مخکې پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو په اړه خبرې کړې دي.
اکسیوس د سېشنبې په ورځ «د تلې په ۲۱مه» د دوو امریکايي چارواکو، یوه اسرائیلي چارواکي او یوې بلې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ چې ټرمپ او نتانیاهو تېره اوونۍ پر ایران د نویو پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، نتانیاهو په دې خبرو کې د هغو معلوماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د اسرائیل د استخباراتي ادارو په باور، د ایران حکومت د خپل اټمي پروګرام د بیا رغولو هڅې کوي.
د اکسیوس سرچینو ویلي، دواړو لورو پر ایران د پوځي او اټمي تأسیساتو پر ضد د امریکا او اسرائیل د ګډو عملیاتو احتمال څېړلی، خو ټرمپ د برید د ترسره کولو په اړه کومه مشخصه ژمنه نهده کړې.
په ایران کې پر ځینو تأسیساتو د امریکا او اسرائیل بریدونه
یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي، داسې ښکاري چې نتانیاهو د بریدونو بیا پیلول غواړي او دا موضوعیې څو ځله له ټرمپ سره مطرح کړې ده، خو د امریکا ولسمشر یوازې د داسې احتمال لپاره د چمتووالي خبره کړې ده.
خو د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي پر ایران د جګړې د بیا پیلولو په اړه د ټرمپ او نتانیاهو د خبرو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر اعلان کړی، د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو مخکې به پر ایران برید ونهکړي.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر د راپور جزئیات نهدي تأیید کړي او نهیې رد کړي دي.
دغه دفتر ویلي، نتانیاهو په منظم ډول له ټرمپ او د هغه د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په اړیکه کې دی، خو د دغو خبرو د محتوا په اړه څرګندونې نهکوي.
اکسیوس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، ټرمپ په پیل کې د بریدونو بیا پیلولو ته لېوالتیا ښودلې وه، خو وروستهیې محتاط دریځ غوره کړی دی.
د سرچینو په وینا، د امریکا دفاع وزیر او د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ لوړپوړي پوځي مشران د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو ملاتړ کوي، خو د ټرمپ ډېری سلاکاران غوره ګڼي چې د اوس لپاره دې د ایران پر حکومت اقتصادي فشارونه او بندیزونه دوام ومومي.
ټرمپ تېره پنجشنبه «د تلې په ۱۶مه» اعلان کړی و چې د نومبر په درېیمه «د لړم په ۱۲مه» د امریکا تر انتخاباتو مخکې به پر ایران تازه برید ونهکړي، خو نوموړي د سېشنبې په ورځ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې یو ځل بیا وویل چې د ایران په اړه به «ډېر ژر» پرېکړه وکړي.
ټاکل شوې د اسرائیل پارلماني انتخابات «د اکټوبر په ۲۷مه»، «د لړم په پنځمه» ترسره شي او د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې به یوه اوونۍ وروسته وي.
د اسرائیل پارلمان
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځي قوماندانان اندېښنه لري چې پر ایران نوی برید او د ایران احتمالي غبرګون، په ځانګړي ډول پر اسرائیل د توغندیو بریدونه، ښايي د ټاکنو بهیر ګډوډ یا د هغو د ځنډ لامل شي.
په همدې حال کې، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د ټرمپ له دې ژمنې سره سره چې د امریکا تر منځمهاله انتخاباتو مخکې به پر ایران برید نهکوي، د نوي برید احتمال لا هم جدي وباله.
هغه د ایران دولتي راډیو او ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: “که څه هم پر ایران د نوې جګړې پیلول د امریکا لپاره منطقي نهدي، خو د داسې برید احتمال لا هم په بشپړه توګه شته، ځکه د ټرمپ حکومت د کانګرس تر منځمهاله انتخاباتو مخکې یوې بریا ته اړتیا لري.”