ایران کې یو پولیس او د بسیج یو قوماندان وژل شوي

ارشیف، بلوچستان کې د ایراني پولیسو پر پوسته برید

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو پولیس او د ښځینه رضاکارو ځواکونو یا بسیج یو قوماندان وژل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په مهرستان ولسوالۍ کې پر یوه پولیس موټر د وسله‌وال برید په پایله کې پولیس، محمد علي شهریاري سخت ټپي شوی و چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړه.

سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس، تسنیم وايي چې پرون (چهارشنبې) وسله‌والو حمله کوونکو د پولیسو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنخ نښته وشوه او حمله کوونکي په تېښته بریالي شول.

د حال‌وش خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي، خو بریدګر نیول شوي نه‌دي.

په سیستان او بلوچستان ولایت کې له څو اوونیو راهیسې د وسله‌والو او پولیسو ترمنځ نښتې او بریدونه روان دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر پولیس وژل شوي دي.