د پاکستان په بنو او سوات کې د طبي زدهکړو د دوو پوهنتونونو ادارو د ستاژ د دورې افغان طبي محصلانو او افغان ډاکترانو ته امر کړی چې خپلې زدهکړې او روزنه بس کړي.
تر دې وړاندې په پنحاب، اسلاماباد او بلوچستان کې هم د طب له څانګو څخه د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړې شوې وې.
په پاکستان کې افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زدهکړې کوي یا یې تازه نوملیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي.
د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.
د لاهور لوړې محکمې د سپټمبر په ۱۸مه، د پوهنتونونو له طب پوهنځیو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.
په دې اړه نور:
د پاکستان حکومت له دغه هېواده د طب افغان محصلان باسيتازه د سوات د مرکزي روغتون د طبي مسؤلیتونو د څارونکي لهخوا په صادر شوي حکم کې راغلي چې په طبي تعلیمي انستیتیوت او د سوات په مرکزي روغتون کې ټول افغان ډاکتران باید خپله روزنه ودروي، سمدستي له لیلیو او له پاکستان څخه ووځي.
په دې حکم کې د شپږو افغان ډاکترانو نومونه یاد شوي دي.
هغوی ته ویل شوي چې د عملي روزنې دوره پای ته ورسوي، د لیلیو خونې خالي کړي او له پاکستانه ووځي.
دغه حکم د سوات د طبي تعلیمي انستیتیوت د رئیس د یوه لیک په ځواب کې صادر شوی دی.
په پاکستان کې د افغان محصلانو د ټولنې مشر صدیق شریعتي وايي، د اکټوبر په ۱۰مه د پاکستان د صدراعظم د دفتر لهخوا ټولو پوهنتونونو ته لارښوونه وشوه چې نور هېڅ افغان محصل ته په پوهنتونونو کې داخله ورنهکړي: “په دې لارښوونه کې په واضح ټکو لیکل شوي چې نور په پاکستان کې د طب افغان محصلان نه هاوس جاب (ستاژ) کولی شي او نه تخصص مخ ته وړلی شي او بله دا خبره پکې شوې؛ بې له هغو محصلینو چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې په پوهنتونو کې منل شوي، له دې ایسته هیڅ افغان محصل که هغه وېزه لري یا یې نه لري د صدراعظم تر بل حکم پورې په هیڅ پوهنتون کې داخله نه شي اخیستلی.”
هغه مکتوب چې د سپټمبر میاشتې لومړیو کې د پاکستان نشتر پوهنتون افغان طبي محصلینو ته ورکړل شوی او له هغوی غوښتل شوي و چې دغه پوهنتون نه ووځي.
په یوه جلا حکم کې، د سوات د سیدو طبي پوهنځي رئیس افغان محصلانو او هغو طبي فارغانو ته د زدهکړو او تخصص د دورې د پرېښودو امر کړی چې د قانوني اسنادو او رسمي شرایطو د نه پوره کولو له املهیې وضعیت بشپړ نهدی.
په حکم کې ویل شوي چې هغه افغان محصلان چې قانوني اسناد نهلري، د طب یا غاښونو د طب زدهکړې یې بشپړې کړې وي، خو د عملي روزنې اجازه نهلري، یا یې د زدهکړو لپاره ټول قانوني شرایط نهوي پوره کړي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر تر ۱۰مې افغانستان ته ستانه شي.
همداراز، هغه افغان محصلان چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې په پوهنتون کې د زدهکړو اجازه نهوي ترلاسه کړې، هم باید تر همدې نېټې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.
د دې پرېکړې له مخې، په سیدو طبي پوهنځي کې د طب په څانګه کې پر زدهکړو بوخت ۱۰ افغان محصلان اړ شوي چې خپل تحصیلي اسناد د محصلانو د چارو له څانګې واخلي، پوهنځی پرېږدي او سمدستي له لیلیو ووځي.
په دغو محصلانو کې څو نجونې هم شاملې دي او دا په داسې حال کې ده چې هغوی په افغانستان کې هم زدهکړو ته نهپرېښودل کېږي.
پاکستان کې یو شمېر ښځینه طبي محصلینې
په ورته وخت کې، د بنو طبي پوهنځي ادارې هم په دغه بنسټ کې د عملي روزنې یا ستاژ د دورې د ټولو افغان ډاکترانو د روزنې د سمدستي درولو پرېکړه کړې ده. خو د اغېزمنو افغان فارغانو شمېر نهدی په ډاګه شوی.
د ډاکترانو څو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ایالتي ډاکترانو ټولنې او «ملګري ډاکتران» سازمان، دغه پرېکړې په کلکه غندلې او د هغو د پایلو په اړهیې اندېښنه ښودلې ده.
دغو سازمانونو ویلي چې دا اقدامات له بشري ملاحظاتو، اخلاقي ارزښتونو او مسلکي اصولو سره په ټکر کې دي. د هغوی په وینا، دغه پرېکړې د ځوانو ډاکټرانو راتلونکي ته خطر پېښولی شي او د هغوی د کلونو هڅې، زدهکړې او مسلکي روزنه له منځه وړلی شي.
د «ملګري ډاکتران» سازمان په بنو کې په یوه بیان کې دغه حکمونه غندلي او له چارواکو یې غوښتي چې په خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او افغان طبي فارغانو ته اجازه ورکړي چې د عملي روزنې دوره بشپړه کړي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې دا موضوع باید د بشري ملاحظاتو او مسلکي اخلاقو له مخې وڅېړل شي او د هغو ځوانو ډاکترانو راتلونکی په پام کې ونیول شي چې په سختو شرایطو کې یې خپلې طبي زدهکړې بشپړې کړې دي.