د ملګرو ملتونو سرمنشي دیوناما د ۶۰ بستونو د کمولو اعلان وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونو ګوتیرش ، ارشیف

 د ملګرو ملتونو سرمنشي د ۲۰۲۷ کال لپاره  ددغه سازمان د بودجې د وړاندیز په ترځ کې په افغانستان کې دیوناما د ۶۰ بستونو د کمولو اعلان هم وکړ. خو د خپلواکو تحقیقاتو میکانیزم لپاره یې د اضافي بودجې غوښتنه وکړه. کارپوهان وايی دا اقدام د لګښتونو د سپما او پر مرستو د تمرکز لپاره شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د راتلونکي کال د بودجې په وړاندیز کې په افغانستان کې ددغه سازمان د مرستندوی ماموریت ( یوناما) د ۶۰ بستونو د کمولو اعلان هم وکړ.

خو دا جزییات تراوسه نه دي ترلاسه شوي چې دا شپیته بستونه په مشخص ډول د یوناما په کومو څانګو کې دي او کمیدل به یې ددغه سازمان په عملیاتو څه اغیز وکړي.

انتونیو ګوتیرش دا اعلان د سه شنبې په ورځ ( دتلې په ۲۱مه ) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د پنځمې کمیټې غونډې ته په وینا کې وکړ. یاده کمیټه د سازمان اداري او بودجوي چارې سمبالوي.

هغه غونډې ته وویل :

"د بستونو په شمېر کې د اوو بستونو خالص کموالی د ۱۱۶ بستونو د کمولو پایله ده، چې ډېره برخه یې په ځانګړو سیاسي ماموریتونو کې ده. په دې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) ۶۰ بستونه او په هایتي کې د ملګرو ملتونو د ادغام دفتر ۴۴ بستونه شامل دي."

انتونیو ګوتیرش په عین حال کې په افغانستان کې د خپلواکو تحقیقاتو د میکانیزم د عملیاتو لپاره چې د تاسیس لومړنۍ مرحله یې په ۲۰۲۶ کال کې پیل شوې د ۳.۲ ملیون ډالرو اضافي بودجې غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې دغه میکانیزم په افغانستان کې دبشري حقوقو د جدي سرغړونو شواهد راټول کړي ، ویې څیړي او دصلاحیت لرونکو محاکمو د محتملې استفادې لپاره یې چمتو کړي.

د سیاسي چارو شنونکی او د نړیوال بانک پخوانی کارکونکی ډاکټر طارق فرهادي په دې باور دی چې د یوناما د بستونو د کمولو وړاندیز په افغانستان کې د مالي منابعو د سپما لپاره شوی ترڅو خلکو ته چې اړتیاوې یې ورځ تربلې زیاتیږي رسیدنه وشي.

ښاغلی فرهادي وايي:

" امنیت شورا کې کله چې د یوناما ماموریت تمدید شو، حتما داسې هیوادونه شته چې په لویه بودجه یې نیوکه کړې ده ;هغه هیوادونه چې خپله تمویلونکي دي ، نو ملګري ملتونه مجبور شوي دي چې د هغو کارکونکو شمیر چې لویې تنخواوې لري کم کړي، او د زیاتې بودجې غوښتنه ځکه وکړي چې خلکو ته د مرستې رسولو اړتیا خصوصا هغو ښځو او ماشومانو ته چې له ایران او پاکستان ستنیږي زیاته ده."

ډاکټر فرهادي زیاتوي چې د تحقیقاتي میکانیزم عملیات به تر ډیره قراردادي اړخونو ته وسپارل شي او اضافي بودجه هم ددوی لپاره غوښتل شوې.

انتونیو ګوترش د ۲۰۲۷ کال لپاره د ملګرو ملتونو د عادي بودجې وړاندیز اعلان کړ، چې ټولټال ۳.۳ میلیارده ډالره کېږي.

دا وړاندیز شوې بودجه د ۲۰۲۶ کال د تصویب شوې بودجې په پرتله ۱.۲ سلنه، یا ۴۰.۸ میلیونه ډالره کمه ده.