د بشري حقونو څار سازمان یا هیومان رایټس واچ له فرانسې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو پلانونه وځنډوي او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ښايي له ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخامخ شي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه شوې چې فرانسې تایید کړه، د طالبانو له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان د سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې، دا خبرې د فرانسې په پالیسۍ کې یو خطرناک بدلون دی او ښايي د دغه هېواد له نړیوالو بشري مکلفیتونو سره په ټکر کې وي.
دغه سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې د طالبانو ځواکونو افغانستان ته په جبري ډول ستانه شوي کسان نیولي او شکنجه کړي دي.
د بشري حقونو څار سازمان همداراز ویلي چې جرمني له تېر کال راهیسې ۲۶۳ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي، هېڅ هېواد باید افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه نه کړي.