اوکرایني چارواکي وایي پرپلازمینه کییف د روسیې د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن چهارشنبې د تلې په ۲۲ وویل چې روسي ځواکونو په بالستیک توغندیو په دغه ښار کې د برېښنا څو تاسیسات په نښه کړي و.
د اوکراین د انرژۍ شرکت ډي ټي ای کې د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د کییف د برېښنا یوه مهمه دستګاه په نښه کړې چې له امله یې د دغه ښار لږترلږه په پنځو ناحیو کې برېښنا په بېړني ډول پرې شوې ده.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اوکراین روسیه د هغه اوربند په ماتولو تورنه کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو په اړه اعلان کړی و.