افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او تر ۱۶۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې د سېشنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د دغو پېښو له امله نږدې ۴۵ زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د یادې ادارې په وینا، د طبیعي پېښو له امله تر ۱۶ زرو ډېر کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې بېوزلي، د چاپېریال تخریب او د بنسټیزو تأسیساتو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کمزورتیا په افغانستان کې د خلکو زیانګالنه زیاتوي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې اقلیمي بدلونونه په دغه هېواد کې د وچکالۍ او سېلابونو خطر زیاتولی شي.