افغانستان کې د پولیو د پېښو زیاتوالی؛ ننګرهار کې یوه نوې پېښه ثبت شوه

ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې د ثبت خبر ورکوي.

د دغه سازمان د راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ «د اکټوبر پر ۱۳مه» خپور شوی، د پولیو نوې پېښه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د دې پېښې په ثبتېدو سره، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۶ ته رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د دایمي فلج لامل کېدای شي.

د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نه‌شته، خو د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په‌کې د پولیو ویروس پېښې ثبتېږي او دغه ناروغي په بشپړ ډول په‌کې له‌منځه نه‌ده وړل شوې.