بي بي سي نن تایید کړه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې پر ایف اېم څپه د دوی راډيويي خپرونې ځنډولې دي.
د بي بي سي د مطبوعاتو څانګې په بیان کې راغلي چې «افغان چارواکو په ټول افغانستان کې پر ایف اېم باندې د بي بي سي راډیو خپرونې ځنډولې دي خو په لنډو او متوسطو څپو، سټلایټ او خواله رسنیو به خپرونې روانې وي.»
بي بي سي ویلي چې له چارواکو سره په دې اړه په تماس کې دي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خیبب غفران ادعا کړې چې د :«بي بي سي فعالیتونه د یو لړ مکرر تخطیو له امله د اوس لپاره د هېواد په کچه ځنډیدلې دي.»
د طالبانو حکومت د ازادي راډیو، امریکا غږ او نورو نړیوالو رسنیو ایف اېم څپې هم بندې کړي او په پاڼو باندې یې وخت په وخت محدودیتونه لګولي.