د خیبرپښتونخوا والي وايي د دغه ایالت پالیسۍ به نور د کابل پر ځای له اسلام اباده راځي

د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کوي چې د دغه ایالت لپاره به پالیسۍ له «کابل، جلال اباد او کندهاره» نه راځي بلکې له اسلام اباد څخه به راځي.

کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.

په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.

د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.

د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.