د اروپايي ټولنې نوي استازي خپل لومړني سفر کې له سراج‌الدین حقاني سره ولیدل

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌‌الدین حقاني او د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریليسن لیدنه

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې سراج‌‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ځانګړي استازي توماس فریليسن سره د افغانستان د امنیتي وضعیت، له نشه‌‌يي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت، بشري مسایلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د سیمه‌ییزو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

توماس فریليسن چې د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته‌یې دا افغانستان ته لومړنی سفر دی، تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

نوموړي د اکټوبر په نهمه د خپلې ګومارنې د اعلان په مهال ویلي و چې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع به د اروپايي ټولنې د پاملرنې په مرکز کې پاتې شي.