د ترورېزم په اړه د طالبانو حکومت ته د اسلام‌اباد تازه خبرداری

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونه‌کړي چې د ده په خبره د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، له پایلو سره به‌یې مخامخ شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډار د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» په اسلام‌اباد کې "په پاکستان کې د ترهګرۍ د بدلېدونکي وضعیت" په اړه یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې پاکستان په وار وار له افغان چارواکو غوښتي چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.

نوموړي وویل چې اسلام‌‌اباد په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د ده په وینا، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

اسحاق ډار ادعا وکړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټي‌ټي‌پي» او نورو وسله‌والو ډلو شتون د سیمې سولې ته ګواښ دی او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې له ترهګرو سره د وسلو او نورو مرستو برابرول بند کړي.

طالبانو تر اوسه د اسحاق ډار د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او ویلي و چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

طالبانو دغه‌راز ویلي چې پاکستاني چارواکي باید خپلې کورنۍ ناکامۍ پر افغانستان وانه‌چوي.