ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پيکېکې» وسلهوال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پيکېکې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.
دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.
د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسلهوال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.
دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدفیې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.
ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.
خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارلیې تأیید شي.
ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.