پاکستاني چارواکو له یکشنبې راهیسې د تحریک انصاف ګوند نږدې ۲۸۰ غړي نیولي دی.
دا وروسته له هغه چې د پاکستان مرکزي حکومت په خیبرپښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د بیړني حالت له اعلان وروسته د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د خلکو منځ کې - عکس پخوانی دی
د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې اعلی وزیر او د کابینې غړي یې نیول شوي او که کوم یو دوسیه ولري نو محاکمه به شي او پاتې نور به خوشې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د اعلی وزیر سهیل افریدي په شمول د تحریک انصاف د مشرانو نیول د ده په خبره د «پنجابي جنرالانو» د ناقانونه او غیر ډموکراټیکه کړنو پایلې دي.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره سم وضعیت کړکېچن بلل شوی او د تحریک انصاف ګوند او نورو مخالفو ګوندونو ګڼو پلویانو په څو سیمو کې مظاهرې پیل کړي خو امنیتي ځواکونه یې مخه نیسي.
اخوا د راپورونو په اساس د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو په کورونو باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې هم وهلي که څه هم حکومتي چارواکو دا خبر لا نه دی تایید کړی.