د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره لیدلي

طارق علي بخیت او پلاوي یې له امیرخان متقي سره لیدلي

د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي همکاریو سازمان کې افغانستان په مهم ځای او له افغانستان سره د رغنده تعامل په اړه خبرې وشوې.

تېر سپټمبر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته کې له واکمنو چارواکو سره په داسې تعامل ټینګار وکړ چې د افغانانو په ګټه وي او هم د بشري چارو دوام ډاډمن کړي.

سرمنشي اسماعیل په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر له لارې د نجونو د تعلیم، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې د ځینو هڅو یادونه هم کړې وه.