په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

افغانستان کې سېلابونه

د دوشنبې له ورځې په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په خوست، پکتیا، لوګر،میدان وردک، کاپیسا،پروان،پنجشیر،ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان کې د سختو اورښتونو په سبب د سیلابونو د بهېدو خطر موجود دی.

ددغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې دا خبرداری په پام کې ونیسي او رودونو او خوړونو په څېر هغو سیمو ته نږدې نه شي چې د سیلابونو د بهیدو احتمال پکې شته.

د افغانستان بیلابیلې سیمې د سیلابونو د راوتلو په سبب په وروستیو څو میاشتو کې اغېزمنې شوي چې تر ټولو لویه او مرګونې پېښه د نورستان اړوند وه.

د نورستان د مرکز پارون او اړوندو سیمو کې تېر جولای/اسد میاشت د خطرناکه سیلابونو په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او څه باندې ۸۰ نور ټپيان شول.