د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د شنبې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره، د پارلمان او ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د ۲۰۲۷ کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې وځنډولې.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، محمود عباس ویلي چې د اسرائیل له خوا رامنځته شوي خنډونه او د مناسبو سیاسي او امنیتي شرایطو نشتوالی د دې پرېکړې لامل شوی دی.
په فلسطین کې وروستۍ پارلماني ټاکنې په ۲۰۰۶ کال کې ترسره شوې وې، چې حماس پکې بریا خپله کړه او د فتح غورځنګ، چې د فلسطین خپلواکه اداره یې په لاس کې ده، ماتې وخوړه.
له دغو ټاکنو وروسته د حماس او فتح ترمنځ شخړې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې فلسطین له سیاسي او جغرافیایي پلوه ووېشل شو. حماس د غزې تړانګې واک ترلاسه کړ او فتح غورځنګ په لوېدیځه غاړه کې واکمن پاتې شو.
د محمود عباس د ولسمشرۍ دوره باید په ۲۰۰۹ کال کې پای ته رسېدلې وای خو نوموړی له هغه وخت راهیسې د فرمانونو له لارې واک چلوي.
د ټاکنو ترسره کول له هغو اصلاحاتو څخه دي چې نړیوالې ټولنې او اروپايي ټولنې یې له فلسطیني خپلواکې ادارې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د فلسطین قانون جوړوونکې شورا هم له ۲۰۰۷ کال راهیسې هېڅ غونډه نه ده کړې.