کرملین وایي، پوتین د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د تهران دریځ ولسمشر ټرمپ ته رسولی دی

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په همغږۍ، له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي حل‌لارې په اړه د تهران دریځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته رسولی دی.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، وویل چې پوتین له پزشکیان سره د یوې کتنې پر مهال هغه ته خبر ورکړی و چې د امریکا له ولسمشر سره به ټیلیفوني خبرې وکړي.

پسکوف زیاته کړې چې پوتین وروسته د ایران د ولسمشر په همغږۍ، د جګړې د احتمالي حل په اړه د تهران دریځ ډونالډ ټرمپ ته ورساوه.

خو د کرملین ویاند په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم وړاندیزونه کړي دي.

پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو سازمان د مشرانو د سرمشریزې او د چاپېریال ساتنې د غونډې په څنډه کې دوه اړخیزه کتنه کړې وه.

دوی همدارنګه د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی و.