د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۸مه، د پاراآسیایي لوبو په پنځم پړاو کې د ګډون لپاره له کابله جاپان ته روان شول.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان په استازیتوب پنځه لوبغاړي د وزن پورته کولو، پاراتکواندو او د میز پرسرټېنس په برخو کې سیالۍ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې له ورزشه منع شوې دي او ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارې له هېواده وتلې دي.
ټاکل شوې چې د پاراآسیایي لوبو پنځم پړاو د شاوخوا ۴۰ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون، د اکتوبر په ۱۸مه په جاپان کې پیل شي.
د یوه بل خبري له مخې د کندهار د کرکټ جام سیالۍ، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د "عمر سعادت" لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې نعمان شاه د غوره لوبغاړي او نجیبالله درمل د غوره توپ اچوونکي په توګه وپېژندل شول.
د کندهار جام په سیالیو کې د افغانستان د اوو ولایتونو نهو لوبډلو ګډون کړی و.