د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې کسان وژل شوي

د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو برید

د سعودي عربستان چارواکو پرون (جمعه) وویل چې د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

حوثیانو هم د دې برید مسؤلیت منلی دی.

د راپورونو له مخې، په بریدونو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته هم زیان اوښتی او د نړیوالو الوتنو بهیر له پراخو ګډوډیو سره مخامخ شو.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل چې هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ دوه ځله په نښه شوی و.

د دې ادارې په وینا، په لومړي برید کې د هوايي ډګر تأسیسات او په دوهم برید کې د سعودي د دولتي هوايي شرکت «سعودیه» یوه الوتکه په نښه شوې ده.