د جرمني د پوځ د فضايي ځواک قوماندان مایکل تراوت وايي، د روان کال په مې میاشت کې د روسیې څلورو پوځي سپوږمکیو د فنلنډ د «ایسيای» شرکت یوه سوداګریزه سپوږمکۍ څارلې ده.
دا اقدام ښايي د ستارلېنک په ګډون د سوداګریزو سپوږمکیو شبکو ته ګواښ پېښ کړي.
روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» د مایکل تراوت له قوله راپور ورکړی چې دا فعالیتونه ښيي روسیه داسې وړتیاوې لري چې د سپوږمکیو د لویو شبکو پر وړاندې په کارولو سره، ان له مستقیم برید پرته هم د سپوږمکیو کاري موده او د هغوی د خدمتونو کیفیت کمولای شي.
لوېدیځ پوځي چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې د لوېدیځو فضايي سیستمونو پر وړاندې د مسکو فعالیتونه زیات شوي دي.
په دغو فعالیتونو کې د سپوږمکیو په اړیکو کې ګډوډي رامنځته کول او د معلوماتو راټولولو په هدف د ځمکې په مدار کې د هغوی څارل شامل دي.
روسیې د روېټرز پوښتنو ته په دې اړه ځواب نهدی ورکړی، خو تر دې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې هغه لوېدیځې سوداګریزې سپوږمکۍ چې له اوکراین سره مرسته کوي، ښايي په وړاندې یې غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.
د سپېساېکس شرکت هم په دې اړه د روېټرز پوښتنې ته ځواب نهدی ویلی.