امریکا: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه لا هم اندېښمن یو

ارشیف، په افغانستان کې وسله‌وال طالبان چې ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه لا هم اندېښنه لري او لا هم هلې ځلې کوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د ګټو پر ضد د بریدونو لپاره د اډې په توګه ونه‌کارول شي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته په استولي برېښنالیک کې کړې.

ویاند په عین حال کې ټینګار کړی چې امریکا طالبان یا هېڅ بل لوری د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

امریکا په ۲۰۰۱ کال وروسته له دې په افغانستان کې بریدونه وکړل چې القاعده شبکې په نیویارک او واشنګټن کې د همدغه کال د سپټمبر په ۱۱مه بریدونه وکړل چې په لړ کې یې شاوخوا ۳ زره تنه ووژل شول.

ارشیف، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه پر نیویارک د القاعده برید

د سیاسي چارو شنونکی او پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وايي، امریکا له پیله په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنه لرله، خو له دې سره سره په بېړه له افغانستانه ووتله.

د ټرمپ د حکومت چارواکي هم دا خبره تأییدوي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د څرنګوالي په اړه د بایډن د ادارې پر پرېکړې انتقادونه کوي.

ښاغلی جانباز وايي، امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې ۲۰ کاله له ترهګرۍ سره جګړه وکړه او پای ته‌یې ونه‌رسوله: "دوی په خپله ډېر په بېړه له افغانستانه ووتل او دې مسئلې اوس په امریکا کې ډېر بحثونه پارولي دي، له بلې خوا امریکا په ۲۰ کلونو کې د افغانستان په خاوره کې ډېر عملیاتونه وکړل، خو د ترورېستانو د اصلي ځالو او اصلي مرکزونو پر ضد اقدام ونه‌کړ، دا اظهرمن الشمس دی چې د ترهګرو مرکزونه، سوق ورکوونکي، انګېزه ورکوونکي او مدرسې ټول په پاکستان کې وو، خو امریکا اصلي ستونزه حل نه‌کړه ځکه دا ستونزه لا هم دوام لري."

طالبانو د دوحې په تړون کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه‌یې له امریکا سره لاسلیک کړی و، ژمنه کړې چې اجازه به نه‌ورکوي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر پناهځای بدل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون

خو په وروستیو کې امریکايي چارواکو د طالبانو حکومت تورن کړی چې د دوحې په تړون کې یې د ترهګرۍ ضد ژمنې نه‌دي عملي کړي او ترهګرو ډلو ته‌یې اجازه ورکړې چې افغانستان د خپلو بریدونو لپاره د اډې په توګه وکاروي.

طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه اندېښنې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په ځلونو ټینګار کړی چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد پر ضد کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې تېره اوونۍ پر افغانستان د امریکا د بریدونو د پيل د ۲۵مې کالیزې په مناسبت په یوه برېښنالیک کې ویلي و چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه غواړي داسې افغانستان وویني چې هېڅکله بیا د ترهګرو پناه‌ځای نه‌شي، خپلې نړیوالې ژمنې پوره کړي او د سیمې په ثبات کې ونډه واخلي.

یاد وزارت د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو نیوکه کړې او څرګنده کړې یې ده چې دوی نه‌غواړي د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي.