د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د جنوبي افریقا د ۸۵ کلنې حقوقپوهې ناوي پیلای په برخه شوه.
نوموړې چې پخوا د ملګرو ملتونو دبشري حقونو عالي کمشنره وه دغه جایزه ورته د نړیوالو قوانینو څخه د دفاع او په نړۍ کې دسولې لپاره د هلوځلو له کبله ورکړل شوه.
د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، اعلان وکړ چې دغه جایزه اغلې پیلای ته د نړیوالو حقوقي بنسټونو د پیاوړتیا او د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې د عاملانو د محاسبې په برخه کې د هغې د څو لسیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.
د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنه فریدنس، د جایزې د ګټونکې د نوم د اعلان پر مهال وویل، د سږ کال جایزه داسې کس ته ورکول کېږي چې په نړۍ کې یې د یوه پراخ حقوقي نظام د رامنځته کولو لپاره په «استثنايي زړورتیا او رښتینولۍ» لاره هواره کړې ده.
کمېټې په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د جګړو او شخړو د زیاتېدو له امله، د نړیوالو قوانینو قاضیان او بنسټونه تر بل هر وخت ډېر د سیاسي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
ناوانتم پیلای، چې په ناوي پیلای مشهوره ده، په ۱۹۴۱ کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې په یوې هنديالاصله کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې خپل مسلکي فعالیتونه د اپارتاید یا نژادي توپیر د واکمنۍپه دوران کې پیل کړل.