ټرمپ وايي له منځمهالو ټاکنو مخکې پر ایران برید نه کوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ وايي د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې به پر ایران برید ونه کړي. خو په عین حال کې دوو امریکايي ورځپاڼو پر ایران د نویو بریدونو د انتخابونو او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا په اړه د ارزونو خبر ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام، د تلې په ۱۶مه ، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې ولیکل چې «موږ دایران اسلامي جمهوریت سره رغنده خبرې اترې کوو».

هغه زیاته کړه: «زه غواړم ټولو ته روښانه کړم چې، سره له دې چې ایران له اقتصادي او پوځي پلوه په ډېر خراب وضعیت کې دی او سمندري محاصره به په خپل ټول قوت او بشپړ ډول روانه وي، او د هرمز تنګي له لارې هم د تېلو لېږد په بې‌ساري کچه ترسره کېږي، موږ به د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې چې د نومبر په دریمه ترسره کیږي پر ایران برید ونه کړو.»

خو د ټرمپ له دغو څرګندو څو ساعته وروسته نیویارک ټایمز او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼو پر ایران د برید د نویو انتخابونو د ارزونې او په منځني ختیځ کې دامریکا د پوځي حضور د پیاوړتیا رپوټ ورکړ.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې پنتاګون د ولسمشر په امر د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په زیرمو، د انرژۍ په تاسیساتو او نورو پوځي مراکزو باندې د برید پلانونه جوړ کړي دي.

با خبره کسانو ویلي یو انتخاب دادی چې د درې ورځو لپاره شدید او لنډ مهاله عملیات ترسره شي. دغه پلان د تیرې جمعې په ورځ په کیمپ ډیویډ کې څیړل شوی دی.