د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمشنرۍ ( UNHCR) وايي سږ کال څه دپاسه ۵۸۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي .
یاده اداره زیاتوي چې په دغو کسانو کې چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر دریمې ستانه شوي ، ۸۵ سلنه یې اخراج یا ډیپورټ شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي تیرکال هم له ایرانه ته ۱.۹ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي و چې اکثریت اخراج شوي و.
دغه اداره وايي د راستنېدونکو کسانو دا لویه کچه په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د روزګار پر لارو چارو فشار زیاتوي، د بېثباتۍ او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوام خطرونه لوړوي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي دي، چې یواځې د روان زېږدیز کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې ۴۳۹ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې لس سلنه یې اخراج شوي.