کابل کې د بزکشۍ د غوره لیګ اتم پړاو؛ بهرني چاپندازان هم ګډون کوي

بزکشي

د افغانستان د بزکشۍ ملي فدراسیون د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ د اتم پړاو د پیل نېټه اعلان کړه.

دغه سیالۍ د ډسمبر په شپږمه، د کابل ښار د «یکه توت» په بزکشۍ میدان کې پیلېږي او د دغه فدراسیون په وینا، بهرني چاپندازان به هم په‌کې ګډون وکړي.

تر اوسه د سیالیو د پای د نېټې او دا چې د کومو هېوادونو چاپندازان به په‌کې ګډون کوي، په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ په اووم پړاو کې د تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو ګډون کړی و.