د پولنډ ښوونځیو کې د چاقو بریدونو زیاتوالی؛ یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ ټپیان دي

د پولنډ د «اوستروویکا» ښار په یوه لېسه کې په چاقو د برید سیمه

د پولنډ د «لشچیدول-نوویني» ښار په یوه لومړني ښوونځي کې یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۱۶مه» د ښوونځي ۳۷ کلنه سرپرسته د چاقو په ګزار ووژله او یو ښوونکی او د ښوونځي مدیر یې ټپیان کړل.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ پولیسو ویلي چې دغه تنکی ځوان له برید وروسته نیول شوی دی.

یوه ورځ مخکې هم د پولنډ د «اوستروویکا» ښار په یوه لېسه کې په چاقو برید شوی و چې په پایله کې یې نهه کسان ټپیان شوي وو.

پولیسو په بل ښار کې یو ۱۷ کلن تنکی ځوان هم نیولی چې ویلي یې و، غواړي په خپل ښوونځي کې «د پام وړ کار» ترسره کړي.

پولیسو د هغه په کور کې دوه چاقوګان موندلي دي.

د پولنډ صدراعظم، ډونالد توسک، د دغو بریدونو په اړه وویل چې د ټولنیزو شبکو او وېډیويي لوبو له لارې د «تاوتریخوالي فرهنګ» خپرېدل پر تنکیو ځوانانو اغېز کړی دی.