جي‌ډي ونس: ایران باید د یورانیمو د غني کولو ظرفیت ډېر کم کړي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس وايي، ایران باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خپلو یورانیمو د غني کولو ظرفیت د پام وړ کم کړي.

ونس د چهارشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا له ایراني چارواکو سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي، خو یوازې په لفظي ژمنو به بسنه ونه‌کړي او له تهران څخه د اټمي پروګرام په برخه کې عملي اقدامات غواړي.

هغه ویلي، که ایران د اټمي وسلو د جوړولو اراده نه‌لري، نو د ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو تولید ته اړتیا نه‌لري او باید د غني کولو د وړتیاوو په اړه عملي ګام واخلي.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د تهران تمرکز اوس د هرمز تنګي پر موضوع دی او ایران په اوسني پړاو کې د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرې نه‌کوي.

هرمز تنګی

دواړه هېوادونه د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره پر وړاندیزونو خبرې کوي، خو د مذاکراتو پر اجنډا او د ایران د اټمي پروګرام پر راتلونکي لا هم ژور اختلاف لري.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د روېټرز د پوښتنې په ځواب کې د ایران چارواکو ته ویلي: "که تاسو اټمي وسلې نه‌غواړئ، نو ولې ۶۰ سلنه غني شوي یورانیمو ته اړتیا لرئ؟ که غواړئ د اټمي وسلو د نه‌جوړولو ژمنه مو ثابته کړئ، نو د لوړې کچې غني شوي یورانیم مه‌تولیدوئ. دا یوه ډېره اساسي او ټاکونکې موضوع ده."

ونس زیاته کړې، که ایران غواړي د اټمي وسلو د نه‌جوړولو ژمنه ثابته کړي، باید د خپلو یورانیمو د غني کولو په ظرفیت کې «معنی‌لرونکی اقدام» وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار کړی چې واشنګټن لا هم له ایران سره د یوې هوکړې لپاره چمتو دی، خو دغه هوکړه باید د ایران له لوري د اټمي پروګرام په برخه کې له مشخصو او عملي امتیازونو سره مل وي.

په اصفهان کې د ایران یوه اټمي بټۍ

هغه ویلي: "موږ نه‌شو کولای خبرې د عمل په بدل کې ومنو."

د ونس دغه دریځ د ایران د چارواکو له وروستیو څرګندونو سره توپیر لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران غواړي د منځګړو له لارې د امریکا د وړاندیزونو په اړه «نور وضاحتونه» وړاندې کړي، خو په اوسني پړاو کې یې تمرکز د هرمز تنګي پر موضوع دی او د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرې نه‌کوي.

بقایي ویلي، د امریکا وړاندیزونه په مشخص ډول د ایران د اټمي پروګرام په اړه دي، خو تهران واشنګټن ته ویلي چې په اوسني پړاو کې یې تمرکز د هرمز تنګي پر موضوع دی.