اوچا: په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

ارشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې د ماین پاکۍ بهیر

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وايي، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو د پېښو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان و.

اوچا د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت په یوه سیمه کې د ناچاوده توغندي د شنډولو د بهیر وېډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د جګړو پاتې چاودېدونکي توکي لا هم د افغانانو لپاره ورځنی ګواښ دی.

د دغه دفتر په وینا، د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۴،۳ میلیونه ډالر برابر شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا «سېف د چلډرن» په وینا، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۳۸ ماشومان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.