ګوترېش له پاکستانه د افغان کډوالو د خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدو غوښتنه کړې ده.

ګوترېش د سې‌شنبې په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته ورسېد او له زرداري سره‌یې په لیدنه کې وویل چې ملګري ملتونه له پاکستان سره د کډوالو د حقونو د خوندي کولو او د هغوی د خپلې خوښې ستنېدا لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، پاکستان هغه مهال د نږدې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه و.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای او اېم» د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲،۷ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې په دې شمېر کې جبري او داوطلبانه ستنېدونکي دواړه شامل دي.