د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې تاشکند ته ولاړ.
د طالبانو د کرنې وزارت وايي، عمري او ورسره پلاوی به د وچې لهخوا محاصره هېوادونو د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا د هدفونو په اړه په نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې نوموړی د دغه فورم په څنډه کې د ازبکستان له چارواکو او د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او ازبکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو او سفرونو لړۍ زیاته شوې ده.
د ازبکستان د احصائیې ملي کمېټې هم په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی.