په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهارشنبې سهار د میزان ۱۵ د فیضآباد د نوي ښار په هنګر سیمه کې په یوې ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
د خبرپاڼې له مخې، په دې چاودنه کې دوه ملکي کسان، چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو، سطحي ټپیان شوي دي.
طالب چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې روانې دي.
بلخوا، د طالبانو یوې مخالفې د "افغانستان د ازادۍ جبهې" ډلې پر اېکسپاڼه ادعا کړې چې د بدخشان په مرکز کې یې د طالبانو پر یوه موټر هدفي برید کړی او د یوه سرګروپ په ګډون یې څلور طالبان وژلي دي. دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.