ملګري ملتونه: ډيکارلو له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو پر حقونو او د دوحې د بهیرپه اړه خبرې کړي

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو مرستیالې روزمري ډيکارلو افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغې په دې سفر کې له طالب چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره وکتل.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي، ډيکارلو له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو اندېښنې مطرح کړې، په ځانګړي ډول یې د نجونو د زده کړو پر مسئلې ټینګار وکړ.

هغې وویل، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي. ډيکارلو همداراز د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه هم له طالب چارواکو سره مطرح کړل.

د بیان له مخې ډيکارلو د دوحې د بهیر د دوام لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د نشه ‌يي موادو پر ضد د مبارزې او خصوصي سکټور په اړه د دوحې د بهیر په دوو کاري ډلو کې پرمختګ شوی دی. هغې ټینګار وکړ چې دا خبرې باید د افغانستان د خلکو لپاره په عملي پایلو بدلې شي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښې هم یادې کړې او ویې ویل، ملګري ملتونه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو مرستې ته چمتو دي.

ډيکارلو د خپل سفر پر مهال د مدني ټولنې له استازو او ښځینه فعالانو سره هم وکتل او په افغان ټولنه کې یې د هغوی پر مهم رول ټینګار وکړ.