اسرائیل د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، د حماس د اکتوبر د اوومې د برید دریمه کلیزه د یاد غونډو په جوړولو سره ونمانځله.
د قربانیانو کورنیو په چوپتیا کې د وژل شویو کسانو یاد ته درناوی وکړ، او ځینو نورو د خپلو عزیزانو د خوښې موسیقۍ په غږولو سره د هغوی یاد تازه کړ.
حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ پراسراییل برید وکړچې په نتیجه کې یې په اسراییل کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۱ کسان غزې ته یرغمل یووړل شول. له دغه برید وروسته اسرائیل پر غزې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، د اسرائیل په بریدونو کې تر ۷۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په اسراییل کې د دغه برید د دریمې کلیزې د یاد له مراسمو سره په یوه وخت، اسراییل پرغزې تازه بریدونه کړي دي. په غزه کې چارواکي وايي، د شپې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د راپورله مخې د اکتوبر د اوومې د برید د قربانیانو درېیمه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې اسرائیل پارلماني ټاکنو ته نږدې شوی او په تېرو درېیو کلونو کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو کړنې د انتخاباتي سیالیو له مهمو موضوعاتو څخه دي.