روبیو: آیسلنډ د شمالي امریکا او اروپا په امنیت کې مهم ځای لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن غواړي په ارکتیک یا شمالي قطبي سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا سیالان او مخالفان لا له وړاندې په دې ستراتیژیکه سیمه کې خپل فعالیتونه پراخوي.

روبیو د ناټو درېیو متحدو هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې، د آیسلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې تورګردور کاترین ګونارسدوتیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، آیسلنډ د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د شمالي امریکا او اروپا په دفاع او امنیت کې مهم ځای لري.

روبیو دا سفر داسې مهال پیل کړی چې د شمالي قطب په سیمه کې د روسیې پوځي او پټ فعالیتونو او هلته د چین مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

روبیو وویل: "آیسلنډ زموږ د ګډې سیمې د امنیت او دفاع په تړاو د ډېرو مهمو مسئلو په مرکز کې دی."

هغه زیاته کړه: " ګواښونه مخ په زیاتېدو دي، له همدې امله په ټوله کې ارکتیک او په ځانګړي ډول آیسلنډ ته پاملرنه خورا مهمه ده."