د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي، د ایران حکومت باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي. هغه ټینګاروکړچې امریکا له ایران سره په خبرو کې یوازې په ژمنو بسنه نه کوي، بلکې له تهران څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.
ونس له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په سهار د تلې پر ۱۵مه خپره شوه، وویل چې امریکا د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په تماس او خبرو کې ده. خو د هغه په وینا، واشنګټن ته لا روښانه نه ده چې دغه دوه ایراني چارواکي د ایران د واک په اوسني جوړښت کې تر کومې کچې د پرېکړو واک لري.
د ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تهران او واشنګټن په وروستیو اوونیو کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره یو بل ته وړاندیزونه کړي دي. خو دواړه لوري لا هم د خبرو د چوکاټ او د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.