د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره وکاروي. په هغه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکتوبر په ۷ په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل د ۲۵ کلیزې په مناسبت ازادي راډیو ته رالیږلی ویل شوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په ګټه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د سیمې د بې ثباتۍ پر ځای د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.
په بیان کې پر طالبانو تور لګول شوی چې د خپلو اقداماتو له لارې یې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته چمتو نه دي.
متحده ایالات وایي طالبانو د دوحې د تړون له مخې خپلې د ترهګرۍ ضد ژمنې په دوامداره توګه نه دي عملي کړي او ترهګرو ډلو ته یې زمینه برابره کړې چې د افغانستان خاوره د خونړیو بریدونو د ترسره کولو لپاره د مرکز په توګه وکاروي.
خو طالبانو تر دې مخکې په کراتو کراتو ټینګار کړی چې هیچ چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد پر ضد کارواخیستل شي.