د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیو او ډرون بریدونه کړي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د یمن د حوثیانو یو بالستیک توغندی یې چې د ریاض پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی.

حوثیانو ویلي چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط د کینګ خالد هوايي اډه یې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. د فرانسپرس خبري اژانس د سرچینو په وینا، یوازې په یوه ورځ کې د دواړو خواوو تر ۲۷۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

د جګړې د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.