د جرمونو د نړیوالې محکمې (ایسيسي) د څارنوالۍ دفتر د دې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونهیې علني کړي دي.
په هغې اعلامیه کې چې دې څارنوالۍ د سې شنبې په ورځ د «تلې په ۱۴مه» خپره کړې په درې نورو کسانو کې د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني، د پوهنې سرپرست وزیر حبیبالله اغا او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم شامل دي.
پر دوی د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ د ځورونې تورونه لګېدلي چې د بشریت ضد جرم بلل کېږي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې نزهت شمیم خان ویلي، د نیولو دا حکمونه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو، په تېره د زدهکړو د حق، د تأمین لپاره مهم دي.
هغې ویلي، افغان ښځې او نجونې د جنسیت له امله په سیستماتیک ډول له تبعیض سره مخ دي او د عدالت مستحقې دي.
د دې محکمې څارنوالۍ وايي، په افغانستان کې د جنسیت، سیاسي نظر، قوم او مذهب پر بنسټ د خلکو د ځورونې د ادعاوو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.