د عمران خان پلویانو ته د پاکستان د صدراعظم خبرداری

د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریون

د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له شمال لوېدیځ څخه د اسلام‌اباد پر لور خپل لاریون پیل کړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

دا لاریون وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او حکومتي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د عمران خان د خوشې کېدو په هدف څو پړاو خبرې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې.

شهباز شریف خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو دوام د هېواد اقتصاد ته زیان رسولای شي او زیاته‌یې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال د خوندیتوب مسؤلیت لري.

پاکستاني چارواکي له څو اوونیو راهیسې اسلام‌‌اباد ته د معترضانو د احتمالي ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.

عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په زندان کې دی، پرې د فساد په ګډون یو شمېر تورونه لګول شوي چې ده او حقوقي ډلې یې رد کړي او هغه‌یې سیاسي انګېزه بللي دي.