بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د ۲۰۲۶ کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.
د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» وویل چې نوموړي دا جایزه د داسې یوه څارونکي مرکز د جوړولو لپاره ترلاسه کړه چې په کایناتو کې د نیوټرینو په نوم د ډېرې لوړې انرژۍ لرونکي واړه ذرات کشفوي او د هغوی د رامنځته کېدو سرچینه معلوموي.
۸۲ کلن هالزن وموندله چې د جنوبي قطب له پاکو او ژورو یخونو څخه د دغو ذراتو د موندلو او څارلو لپاره کار اخیستل کېدای شي.
نیوټرینو ته کله ناکله "اروايي ذرات" هم ویل کېږي، ځکه دا ذرات له ځمکې او حتی د انسان له بدن څخه داسې تېرېږي چې تقریباً هېڅ نښه نهپرېږدي او ډېر کم له نورو موادو سره ټکر یا تعامل کوي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ ویلي چې د هالزن څېړنو "د کاینات پوهنې یوې نوې بڼې" ته لاره هواره کړې ده.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د طب د نوبل جایزه د امریکا او جرمني درېیو ساینسپوهانو ته د اپټوژنېټیک په برخه کې د هغوی د څېړنو له امله ورکړل شوه.
اپټوژنېټیک هغه تخنیک دی چې د عصبي سېګنالونو د کنټرول لپاره پهکې له رڼا څخه کار اخیستل کېږي.
د نوبل نورې، د کیمیا جایزه به د چهارشنبې او د ادبیاتو د پنجشنبې په ورځو او د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي.
د نوبل د جایزې ګټونکي به د ډسمبر په ۱۰مه په رسمي مراسمو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي.
په هره جایزه کې یو ډیپلوم، د سرو زرو مډال او ۱۲ میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، شامل دي.