د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نیولو د حکمونو اعلان غبرګونونه پارولي

د هالنډ هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو د نیولو د حکمونو اعلان بېلابیل غبرګونونه پارولي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې پرون د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د نیولو حکمونه علني کړل.

د محکمې په اعلامیه کې یاده شوې چې په دوی سربېره د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه تېر کال علني شوي وو.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دا یو «ډېر مهم» ګام بللی او ویلي یې دي نه یواځې د نیولو د نویو حکمونه صادرول مهمه دي بلکې د "جنسیت پر بنسټ د ځورونې" د مسلې تحلیل او د طالبانو له تګلارو او کړنو سره د هغې پرتله کول هم خورا اهمیت لري.

یو شمېر افغان فعالانو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو هم د جرمونو نړیوالې محکمې دا اقدام ستایلی.

خو د طالبانو حکومت دا پریکړه غندلې ده.

د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې تر عنوان لاندې هېڅ کومه محکمه په رسمیت نه‌پېژني او دریځ ته‌یې هم کوم ارزښت قایل نه‌دی. "

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د طالبانو دغو څلورو لوړپوړو چارواکو چې د نیولو حکمونه یې ورکړل شوي د جنسیت او سیاسي نظر پر بنسټ د خلکو په ځورونه او تبعیض کې رول درلود یا یې د دغه ډول چلند امر کړی دی.