د امریکا ولسمشر د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی

پخوانی امریکایي پوځي ندال حسن

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۳ کسانو د وژنې د عامل د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارونې امر کړی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنل سه شنبه وختي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخواني امریکایي پوځي ندال حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکزاس په فورټ هوډ کې دیارلس پوځیان په ډزو ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.

پرنیل وویل چې د امریکا د دفاع وزیر (جګړې وزیر) پيټ هګسټ په وړاندیز ولسمشر ټرمپ د ندال د اعدام لپاره د ډزو ډلګیو د کارونې امر ورکړ.

د امریکا دفاع وزیر به د ندال حسن د اعدام وخت او ځای ټاکي.

د راپورونو له مخې ندال حسن په عراق او افغانستان د امریکا د بریدونو مخالفه و او د شان پرنیل په خبره د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژنې پر وخت یې د «الله اکبر» نارې وهلې.

په امریکا کې وروستۍ څو لسیزې د ډزو د ډلګیو په وسیله اعدامونه ډېره مخینه نه لري.