د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی، بنون سیوان په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.
د قبرس رسنیو راپور ورکړی چې سیوان د اکتوبر په ۵مه، د دوشنبې په ورځ، د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې وفات شوی دی.
په ۱۹۸۸ کال کې، دغه قبرسي ډیپلوماټ د افغانستان د بحران د حل په بهیر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي د دفتر د رییس او لوړ پوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو، او په ۱۹۹۰ کال کې یې د افغانستان په اړه د جنیوا د هوکړه لیکونو د پلي کېدو د څارنې مسؤلیت پر غاړه درلود.
په ۱۹۹۱ کال کې، سیوان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د عمومي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.
هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، له افغانستان څخه د پخواني شوروي د ځواکونو پر وتلو، د جنیوا د هوکړه لیکونو پر پلي کېدو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ډپلوماټیکو هڅو کې ښکېل و.