کپلر شرکت: د منځني ختیځ د تېلو صادرات د ایران له جګړې مخکې کچې څخه لوړ شوي

ارشیف، د بندر عباس او هرمز تنګي پر لاره تېل وړونکې بېړۍ

د سمندري بار وړونکو کښتیو د څارنې شرکت، کپلر معلومات ښيي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ایران پرته د منځني ختیځ د تېلو صادرات، سره له دې چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه شوي، د جګړې له پیل مخکې کچې څخه لوړ شوي دي.

رسنیو د دوشنبې په ورځ «د تلې پر ۱۳مه» د کپلر پر معلوماتو ولاړ دا راپور خپور کړی.

په راپور کې د سپټمبر د وروستیو اوو ورځو له جملې د څلورو ورځو او د اکټوبر د لومړۍ ورځې وضعیت ارزول شوی دی.

د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، له هغه وخته چې امریکا او اسرائیل د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې پر ایران خپل بریدونه پیل کړي د لومړي ځل لپاره، د تېلو د لېږد اوونیز منځنی حجم د جګړې له پیل مخکې د ورځې له ۱۸ میلیونه بوشکو څخه د څو ورځو لپاره لوړ شوی دی.

هرمز تنګي کې تېل وړونکې بېړۍ

کپلر د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د سپټمبر په میاشت کې د خامو تېلو صادرات د جګړې له پیل مخکې کچې ته رسېدلي او له ایران پرته هره ورځ لږ تر لږه ۱۶.۵ میلیونه بوشکې تېل، له سیمې صادر شوي دي.

کپلر شرکت ویلي: "اوس‌مهال ۴۰ سلنه تېل د هرمز له تنګي بهر نورو لارو څخه صادرېږي او د هغو خامو تېلو ډېره برخه چې له دې تنګي تېرېږي، په سمندر کې له یوه نفت‌وړونکي ټانکر څخه بل ته لېږدول کېږي."

دې شرکت زیاته کړې چې د تېلو ډېره برخه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د نل‌‌لیکو له لارې لېږدول کېږي.

په دغو شمېرو کې هغه محمولې شاملې دي چې د سره سمندرګي له لارې لېږدول کېږي، هغه لاره چې په هرمز تنګي د ایران له‌خوا د محاصرې د هڅې څخه د اوښتو لپاره تر بل هر وخت اوس ډېره کارول کېږي.

هرمز تنګي کې تېل وړونکې بېړۍ

د جګړې له پیل مخکې، د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه د هرمز له تنګي تېرېده.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ایران لا هم ادعا کوي چې د هرمز تنګی تر خپل کنټرول لاندې لري او په تکرار یې ویلي چې هغه بېړۍ چې د ایران اجازه ونه‌لري، د برید له خطر سره مخ دي.

خو د راپورونو په اساس، اوس لا ډېرې بېړۍ له سیمې څخه د تېریدو او وتلو په حال کې دي او د هرمز تنګي بدیلې لارې هم په بشپړ ظرفیت فعالیت کوي.